د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، د یاد ریاست د سوالګرو راټولولو کمېټې تر دې دمه له کابل ښار څخه ۱۳۳۵۰ سوالګر راټول کړي. یاد ریاست په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د راټولو شویو سوالګرو له ډلې ۸۶۷۰ ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۳۱۲۳ مستحقې او ۵۵۴۷ یې بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي. اعلامیه زیاتوي چې ۱۲۱۹نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې ۴۳۰ مستحق ګڼل شوي او ۷۸۹ بیا حرفوي سوالګر دي. په راټولو شویو سوالګرو کې بیا ۳۴۶۱ ماشومان دي چې له ډلې یې ۱۵۸۹ مستحق او ۱۸۱۶ حرفوي او ۵۶ بې سرپرسته ماشومان دي. په اعلامیه کې راغلي چې بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه هم برابرېږي.
































