د لوړو زده کړو نوی سرپرست وزیر وايي چې له تحصيلي ډګره به د پردیو لاس لنډ کړي. مـولـوي ندامحمد ندیم د شیخ عبدالباقي حقاني پر ځای نن د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته معرفي شو. نديم وويل، د لوړو زده کړو په ميدان کې کار کول باریک او مهم دی، ځکه د بهرنیانو ورته پام وي، هغوی غواړي چې له دغه ميدانه ګټه واخلي. هغه ډاډ ورکړ چې د دغه وزارت او پوهنتونونو کې د ټولو کسانو ابتکار او علمي پياوړتيا ته به پام کوي او د پرديو هغه لاسونه لنډوي چې تحصيلي ډګر ته يې غځولي دي. ده د پردیو لاسونو په اړه چې د چا او څرنګه دي، جزئیات ورنه کړل. نوموړی وايي چې د لوړو زده کړو په وزارت کې به دوو کارونو ته ډېر پام کوي، لومړی دا چې دغه وزارت به د اسلامي چوکاټ پابند وي او دویم دا چې د افغاني غرور او کلتور ساتنه به کوي.هغه وویل د لوړو زده کړو په وزارت کې کوم کارونه چې شوي هغه به نه ضایع کېږي، بلکې د نور پرمختګ لپاره به یې هڅه کېږي.
































