د خيبر پښتونخوا په شمالي وزيرستان سیمه کې د پاکستان پر پوځ برید شوی چې ا له امله یې څلور سرتيري ټپیان شوي دي. يوې ځايي امنيتي سرچينې ويلي چې يو تن بريدګر پر عمومي سړک د پاکستان د پر یو نظامي موټر برید کړی دی. سرچينې زياته کړې چې په دې بريد کې څلور سرتیري ټپيان شوي چې په چورلکو کې روغتون ته ليږدول شوي دي. روغتيايي سرچینو ویلي چې ددوو ټپيانو روغتيايي حالت دا ندېښنې دی. بلخوا پاکستانیو ط البانو ددې برید د مسوولیت اخیستلو ترڅنگ ويلي چې د يوه افسر په ګډون ۱۲ سرتیري وژل شوي دي.
































