د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د سیمې په ګډون ګڼ هېوادونه په دې نظر دي، چې په افغانستان کې لا هم ټولګډونه حکومت نهدی جوړ شوی. توماس نېکلاسون پرون د اروپايي پارلمان د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې وویل، چې د سیمې او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتونکي دي. تر دې مخکې د نړۍ نورو هېوادونو او سازمانونو هم د ا.ا پر سرپرست حکومت نیوکې کړي او ټولګډونه یې نهدی بللی. د اروپايي پارلمان په پرونۍ غونډه کې دې ته هم اشاره شوې، چې د ا.ا له حکومت سره د ډیالوګ دوام مهم دی.
































