سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

امریکايي سیاستوال د ونډو په بازار کې داخلي معاملې کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 28, 2022
in نړیوال خبرونه
0
امریکايي سیاستوال د ونډو په بازار کې داخلي معاملې کوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 که امريکایان د کېپټن هيل سټاک پلرونه ياد کړي، نو لومړی به د دغه هېواد د استازو جرګې د مشرې نانسي پيلوسي کورنۍ ته ګوته ونيسي، خو په حقیقت کې د واشنګټن “سټاک پلرونه” يوازې د پېلوسي کورنۍ نه ده، بلکې نورې جرړې هم لري.

والسټریټ ژورنال په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړی، چې له مخې يې له ۲۰۱۶م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، د امريکې د کابو ۱۲ زرو چارواکو مالي راپورونه ښودلي او په ډاګه کړې يې ده، هغه اسهام چې د امريکا دحکومت د څه دپاسه يو پر پنځمه چارواکو په لاسونو کې ساتل يا معامله کېږي، بيې يې د يادو چارواکو له پرېکړو سره سمې ښکته او پورته کيږي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د امریکا د حکومت او خلکو “کړکېچونه” ډېری وختونه د ځینو چارواکو لپاره د پیسو ګټلو په “فرصتونو” بدليږي. امريکايانو کرونا وبا د ۲۰۲۰م کال په پیل کې سمه درک نه کړه، خو د دغه هېواد د حساسيت او ساري ناروغیو څېړنيز انسټیټیوټ مرستیال اچینکلوس د دې وبا د خپرېدو په درشل کې زیات شمېر اسهام او فنډونه وپلورل. د امریکا د روغتیا او عامه خدماتو وزارت راپور وايي، چې د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ کې يې د کارکوونکو د اسهامو او فنډونو معاملوي ارزښت د تېرو ۱۲ میاشتو له منځنۍ سويې څخه ۶۰ سلنه لوړ و.

دا حالت د امریکا په کانګرېس کې ډېر تر سترګو کېږي.

نيويارک ټایمز یوه میاشت مخکې د امریکا د ۹۷ پارلماني غړو معياري عکسونه خپاره کړي، چې دا شمېر د امریکا د پارلماني غړو د عمومي شمېر یو پر پنځمه جوړوي او نيمه برخه يې ډیموکراتان او پاتې نيمه برخه يې جمهوري غوښتونکي دي.

نيويارک ټایمز وايي، چې د اسهامو او فنډونو معاملې د يادو امریکايي پارلماني غړو په کارونو پورې اړه لري او دوی هميشه پر اړوندو تصديو د کانګرېس د پلټنې اعلانولو او د مهمو معلوماتو د خپرولو پر مهال د اسهامو يا فنډونو معاملې کوي.

ولې امریکایي سیاستوال د خپلو دندو پر مهال شخصي ګټې موندلی شي؟

تر ټولو مهم دليل يې دا کېدای شي، چې د دغه هېواد اوسني قوانين ځواکمن او اغېزمن نه دي. د امريکا د ۲۰۱۲م کال د اسهامو نافذ قانون په ډاګه وايي، چې د دغه هېواد پارلماني غړي او کارکوونکي اجازه نه لري، چې د خپلو دندو په کارولو شخصي ګټې پيدا کړي.

ياد قانون وايي، که د ونډو په بازارونو کې د امريکا د کوم يو پارلماني غړي د معاملو ارزښت له ۱۰۰۰ امريکايي ډالرو څخه  پورته وي، نو باید په ۴۵ ورځو کې اړوندې ادارې ته معرفي شي، خو حقیقت دا دی، چې ډېرلږ پارلماني غړي  دغه قانون مراعاتوي او بله عجيبه خبره پکې دا ده، که کوم پارلماني غړی له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي، نو يوازې ۲۰۰ امريکايي ډالره به جریمه پرې کوي.

نيويارک ټایمز وايي، چې نوموړو امريکايي سیاستوالو د امریکایانو ګټو او نظام ته پر له پسې زیانونه رسولي دي.

 ځینې شنونکي په دې باور دي، چې د ونډو په بازار کې د امریکایي سیاستوالو داخلي معاملې ممکن په دغه هېواد کې د ټوپک تاوتریخوالی او سیاسي بسپنې په څېر یوه ناعلاجه ناروغي وګرځي.

د ګالپ وروستۍ نظرپوښتنه ښيي، چې د امریکا پر کانګرېس د امریکایانو باوري کچه ۷ سلنې ته لوېدل او دا یې د تاريخ تر ټولو ټېټه سویه ښودلې ده.

امریکايي سیاسي کارپوه فرانسیس فوکویاما په بهرنۍ چارې« فارين اېفر(Foreign Affairs)» مجلې کې يوه مقاله خپره کړې او پکې يې په اشارې ويلي، چې په امریکا کې ژوره سیاسي کمزورتيا رامنځته شوې او د دغه هېواد د حکومتولۍ ارګانونه ورځ تر بلې کمزوري کيږي.

هغه په دغه بازار کې د امریکایي سیاستوالو داخلي معاملې د “نظامي فساد” يوه بڼه یاده کړې ده.

د امريکايي سیاستوالو دغه چارې د امریکا د نظام ناکامي او سیاسي کمزوري په ډاګه کوي.

Previous Post

سیګار: امریکا په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي دي

Next Post

شي جین پينګ د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو د لومړي ډله ييزې زده کړې مشري وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

شي جین پينګ د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو د لومړي ډله ييزې زده کړې مشري وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

روغتیا سازمان: د هرات زلزله ځپلي لا هم په خیمو کې ژوند کوي

روغتیا سازمان: د هرات زلزله ځپلي لا هم په خیمو کې ژوند کوي

جنوري 23, 2024
د احصایې ملي اداره: د روان کال تر پایه پنځه میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشو

د احصایې ملي اداره: د روان کال تر پایه پنځه میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشو

جنوري 11, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ