ولسمشر غني امنیتي ادارو ته د دیني علماوو او جوماتونو د امنیت د خوندي کولو سپارښتنه کړې ده. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي ولسمشر غني نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د هېواد پر امنیتي وضعیت له اړوندو مسوولینو سره خبرې کړې دي. نوموړي ویلي امنیتي ادارې موظفې دي چې د خلکو امنیت تامین کړي او د دیني علماوو د امنیت تامین یې باید مهم لومړیتوب وي. ولسمشر غني امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې ژر تر ژره دې د جوماتونو او علماوو د امنیت لپاره هڅې وکړي او په دې اړه دې خپل اقدامات پراخ کړي. ولسمشر وروسته له هغه دا لارښوونه کړې چې په تېرو دوو اونیو کې په پلازمینه کابل کې په دوو مشهورو جوماتونو کې چاودنې وشوې او د دواړو جوماتونو خطیبان پکې ووژل شول. دې مسئلې پر امنیتي ادارو او حکومت د خلکو نیوکې ډېرې کړې دي.
































