د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ۸۰ بستونو لپاره ازاده سیالۍ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په انسټېټیوټ کې ترسره شوه. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي چې په دغې سیالۍ کې ۱۲۲۲ تنو نوملیکنه کړې وه چې یوازې ۸۱۴ تنو دغې ازموینې ته لار موندلې او ټاکل شوې چې ۸۰ تنه ترې وګومارل شي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست نجیب الله په دغه بهیر کې له روڼټيا ډاډ ورکړی. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال پوهنیار احمد مسعود لطیف وايي، هغه بستونه چې اعلان شوي دي په دغې ازموینه کې د ډیجیټلي حکومتوالۍ د عمومي ریاست ۸۰ بنستونه دي. نوموړی وايي هغه ګډونوال چې په دغې ازموینه کې بریالي کېږي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په دیجیټلي حکومتوالۍ په عمومي ریاست کې په بېلابېلو بستونو کې ګومارل کیږي.











