د تخار سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په چاه اب ولسوالۍ کې د سرو زرو يوه كان نړېدو له امله پنځو كان كېندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د چاه اب ولسوال نوازالحق ویلي، پرون له غرمې وروسته د سرو زرو يوه كان نړېدو له امله پنځه كان كيندونکي مړه شوي دي. د هغه په وينا، پېښه د يادې ولسوالۍ په انجیر کلي کې د سرو زرو يوه كان سل متري تونل ته د کارګرو ښکته کېدو پر مهال رامنځته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې په تخار ولایت کې د کانونو په دودیزه بڼه کېندنه کې کله ناکله کارگران قرباني کېږي.
































