په زابل کې د يوې ټرافيکي پېښې له کبله لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپيان شوي دي. د زابل د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالحکيم حکيمي وايي چې د کابل – کندهار په لويه لاره د کاکړانو په سيمه کې د ورا يوه مازډا ډوله موټر له يوه ټيلر سره ټکر کړی چې له کبله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۳۰ ډير خلک ټپيان شوي دي. حکيمي وايي چې ټپيان د درملنې لپاره د کلات مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي. هغه د ځينو روغتيايي وضعيت نازک بللی دی. د پېښې د لامل په تړاو څه نه دي ويل شوي خو ورته پېښې ډير کله د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله رامنځته کيږي.
































