د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د روانې لړم میاشتې په وروستيو دوو ورځو کې له ایران څخه ۴زره ۸۲۲ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه ویلي چې د لړم په ۷مه او اتمه له ایران څخه د نیمروز د ورېښمو پله او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴ زره او ۸۲۲ افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. وزارت په دې اړه مـعـلومـات نـه دي ورکړي چې دغه کډوال په زور له ایرانـه ایستل شوي او که په خپله خوښه را ستانه شوي، خو له دې مخکې دغه هېواد په زرګونه افغانان د افغانستان خاورې ته را اړولي دي.
































