کابل ښاریان د درملو له لوړې بیې سر ټکوي. دوی وایي، چې د درملو د بیو لوړېدو له کبله نه شي کولای، چې د خپلې اړتیا وړ درمل وپېري. بلخوا بیا درمل پلرونکي وایي، چې له هند څخه د درملو په وارداتو کې ځنډ او کمښت ددې سبب شوی، چې د درملو بیې لوړې شي. ددې تر څنګ د درمل پلرونکو د اتحادیې مشر وایي، چې د زړه، سرطان او نورو ویروسي ناروغیو درمل ځکه پنځوس سلنه لوړ شوي، چې هېواد ته ددغه درملو په واردولو محدویت لګول شوی. خو د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوید هژیر بیا وایي، چې دوی هېواد ته د درملو په وارداتو محدویت نه دی لګیولی، بلکې یوازې یې د غیر معیاري او بې کیفیته درملو مخه نیولې ده.
































