ملګري ملتونه وایي افغانستان د نړۍ په کچه د ماشومانو لپاره تر ټولو خونړی هېواد دی. د ملګرو ملتونو په یوه تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په تېر ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې ۳ زره ماشومان وژل شوي او نږدې په همدې اندازه ټپیان هم دي. ملګري ملتونه وایي ډېر دغه ماشومان په مخامخ جګړو، چاودېدونکو توکو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي دي. ملګري ملتونه وایي د ۱۲۰۰ ماشومانو د تلفاتو مسولیت وسله والو طالبانو ته ورګرځي. همدا راز بهرني ځواکونه، افغان ځواکونه، دولت پلوه ځواکونه بیا د نږدې زر کسه ماشومانو د تلفاتو مسوول بلل شوي دي. سره له دې هم ملګري ملتونه وايي د تېرو کلونو په پرتله تلفات کم شوي دي او هیله لري چې د سولې پروسې په پرمختګ سره تاوتریخوال ختم شي او د افغان ماشومانو تلفات صفر ته را ورسېږي.
































