ولسي جرګې په کابل کې د فیفا بنسټ د مشر وژل کېدل په کلکو ټکو غندلي دي. د ولسي جرګې غړو د نننۍ ورځې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال ویلي چې ناپېژانده وسله والو په کابل ښار کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ پر مشر وسله وال برید کړی دی. دوی وایي چې حکومت د خلکو د امنیت په تامین کې کمزوری دی او باید ژر تر ژره د وروستیو امنیتي پېښو او چاودنو په اړه ولس ته معلومات ورکړي. وکیلانو دغه راز د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح امنیتي کارونه هم بې ګټې بللي دي او په خبره یې هغه په دې نه دی بریالی شوی چې په څه باندې یوه میاشت کې د کابل ښار په امنیتي وضعیت کې سموالی راولي. دوی د یوسف رشید وژل کېدل د عدالت غوښتونکو کسانو پر وړاندې د خطرونو او ګواښونو د جوړېدو په مانا بولي او ټینګار کوي چې حکومت دې ددې پېښې هر اړخیزه پلټنه وکړي.











