د عامې روغتیا سرپرست وزیر وايي چې په نږدې راتلونکي کې د هېواد ډاکټرانو ته په ګاونډیو او د سيمې په نورو هېوادونو کې د تخصصي برنامو زمینه برابره شي. د روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وايي، چې روغتيايي سکټور کې مهم دادي چې د ډاکټرانو ظرفيت لوړ شي، څو د نړۍ په کچه متخصص او باتجربه ډاکټران ولري. هغه وویل په دې برخه کې د سيمې په کچه څو هېوادونو سره تفاهم ته رسيدلي، چې د هغې په لړ کې به ډاکټران دغو هېوادونو ته ليږل کیږي، څو هلته خپلي تخصصي برنامې سرته ورسوي. عباد همدارنګه ویلي چې ا.ا به د روغتیا برخې ټولې هغه پروژې چې په تېر حکومت کې پيل شوې وې او چارې يې نيمګړې دي، سرته رسوي. دی وايي، د دوی د معلوماتو له مخې د عامې روغتیا وزارت اړوند د نږدې هغو دوه سوه روغتونونو ساختماني چارې په نيمايي کې پاتې دي، چې کارونه يې په تېر حکومت کې پيل شوي وو.
































