د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد د انرژۍ او اوبو په برخه کې د پانګونې لپاره د یوشمېر بهرنیو شرکتونو د پانګونې د لیوالتیا خبره کوي. د دغه وزارت سرپرست وايي په دې اړه له یوشمېر هېوادونو سره لومړنۍ خبرې اترې شوې دي او ځینو سره یې هوکړې ته هم رسېدلي دي. د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزیر عبدالطیف منصور په وینا د قطر ، چین، روسیې، ایران او امریکا پانګوال غواړي په افغانستان کې د انرژۍ اوبو په برخه کې پانګونه وکړي. د اوبو او انرژۍ وزارت د پکتیکا او جوزجان ولایت د خماب او قرقین ولسوالیو د برېښنا پروژې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو داوطلبۍ ته وړاندې کړې دي.
































