د ملګروملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون د هوا د تودېدو، د ورښتونو د کمېدو او د ځنګلونو د بې ساري وهل کېدو لامل شوی. یادې ادارې په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې له بشري بحرانونو او د هوا له بدلون سره د مقابلې او د دایمي حل لارو د موندلو لپاره مالي مرستو ته اړتیا ده. اوچا وايي، په وروستیو ۷۰ کلونو کې په افغانستان کې د هوا د تودوخې کلنی اوسط یو اعشاریه ۸ سانتي ګراده زیات شوی او اټکل کېږي چې تر ۲۰۵۰ پورې یوه نیمه درجه نور لوړ شي. د ملګروملتو د مرستو د همغږۍ اداره زیاتوي، حاضردمه په افغانستان کې ۲۱ میلیونه خلک د څښاک له پاکو یا صحي اوبو بې برخې دي.
































