د پاکستان د سیند ایالت پولیسو ویلي چې په کراچۍ ښار کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲۲ نور افغانان د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیولي دي. پاکستاني پولیس وايي دا کسان چې تازه له افغانستان څخه اوښتي وو، له بلوچستان څخه سیند ایالت ته داخل شوي وو. سرچینې زیاته کړې، د دوی کسانو له بایومیټرک وروسته معلومه کړې، چې دوی قانوني اسناد نه درلودل او په غیر قانوني توګه سیند ایالت ته تللي دي. په نیول شویو ۱۲۲ کسانو کې ۸۹ نارینه، ۱۳ ښځې او ۲۰ ماشومان شامل دي. د پاکستان امنیتي ادارو ویلي چې له بلوچستان حکومت سره په اړیکو کې دي چې دغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږدوي. د یادونې وړ ده چې له تېرو دریو میاشتو راهیسې پاکستانیو پولیسو په سېند او بلوچستان کې سلګونه افغانان نیولي او په غیر قانوني توګه یې زندانونو ته اچولي دي.
































