په ملګرو ملتونو کې د اروپايي ټولنې سفیر اولوف اسکوګ وايي، اروپايي ټولنه په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات ته ژمنه ده. دغه اروپايي ډېپلومات د یاد سازمان د عمومي اسامبلې په غونډه کې ویلي، افغانستان له ستر اقتصادي او بشري ناورين سره مخ دى او اټکل کېږي چې په راتلونکي ژمي کې به وضعيت نور هم خراب شي. هغه زياتوي، د افغانانو تر څنګ پاتې کېدل یوه ټول شموله سیاسي بهیر ته اړتیا لري. بل لوري ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دايمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق، په دې غونډه کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر همکارۍ ټينګار کړی دی.
































