په ملګرو ملتونو کې د هند استازي مادو سودان د دې سازمان په غیر رسمي غونډه کې ویلي، افغانستان باید د ترهګرو په خوندي ځاله بدل نه شي. دغه هندي ډېپلوماټ له افغانستانه د تروریستي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. خو د ا.ا مسوولین ډاډ ورکوي چې هېڅکله به هم هېڅ کس او یا هم ډلې ته د دې اجازه ورنهکړل شي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. په دې غونډه کې د ایرلنډ استازي ویلي، نړیواله ټولنه او بشري بنسټونه دمګړۍ له افغانانو د ملاتړ په حال کې دي، خو په وینا یې دغه ملاتړ کافي نه دی.
































