د کور او ښار جوړونې وزارت وايي، په ډېرو ولايتونو کې د غصب شوو ځمکو په تړاو جوړو شوو کمېټو خپل کار پیل کړی او غصب شوې ځمکې به تر پېژندلو وروسته بېرته راوګرځوي. د کور او ښار جوړونې وزارت دغه څرګندونې په یوه خبرپاڼه کې کړې دي. سرچينې ليکلي د کور او ښار جوړونې وزارت ټول ولايتي رياستونه هم د دې کمېټې استازولي کوي. په خبرپاڼه کې راغلي په تېر کې غاصبینو له فرصت نه په ګټې اخستنې، ډېرې دولتي ځمکې غصب کړې وې او تر اوسه یې هڅه کوله چې غصب شوې ځمکې په خپل واک کې ونیسي. د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د کور او ښار جوړونې وزارت له غاصبینو څخه ډېرې غصب شوې ځمکې بېرته راګرځولې دي.
































