د ا.ا سرپرست حکومت د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د حکومت جوړول د افغانستان کورنۍ مسئله ده. د ا.ا مرستیال ویاند بلال کریمي د ټولشموله حکومت د جوړېدو په اړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د حکومت جوړول د افغانانو کورنۍ مسئله ده او د نړۍ او سیمې له هېوادونو یې غوښتي، چې دا ډول مسئلې دې د ا.ا حکومت سره د رسمي دیپلوماتیکو لارو وڅېړي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې چهارشنبې په ورځ د ټولیز امنیت تړون د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډې کې ویلي، چې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو ضمانت چې د ټولو قومونو غړي پکې برخه ولري، لومړیتوب دی. پوتین په افغانستان کې وضعیت ستونزمن بللی او دا خبرداری یې هم ورکړ چې ښایي ترهګرې ډلې د افغانستان څخه د ټولیز امنیت تړون غړو هیوادونو ته لاره ومومي.












