په بدخشان کې د واده په مراسمو کې د ډزو له کبله څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. باختر اژانس د بدخشان د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه پرون شپه د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ په سينه کلي کې شوې ده. سرچينه زياتوي چې په ډزو کې د ۱۲ او ۱۶ کلونو تر منځ دوه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. د يادونې وړ ده چې په مختلفو ولايتونو کې د واده او خوښيو په مراسمو کې هوايي ډزې کيږي چې کله ناکله پکې بوږنوونکې مرګ ژوبله هم اوړي. د افغانستان ا.ا له همدې کبله پر هوايي ډزو بنديزونه لګولي خو داسې ښکاري چې له بنديزونو سره سره لا هم په ځينو سيمو کې دا دود پالل کيږي.
































