د ناټو عمومي منشي وایي طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو ددفاع وزیرانو د غونډې په پای کې خبریالانو ته ویلي دوی د سولې له پروسې خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. دده په خبره طالبانو ته اوس په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، له بهرنیو ترهګرو ډلو سره اړیکه پرې کړي او بین الافغاني خبرې پيل کړي. سټولټنبرګ همدا راز ویلي چې دوی به د افغانستان وضعیت ته په کتو د خپلو ځواکونو د حضور یا وتلو په اړه پرېکړه کوي. هغه وایي چې خپل ځواکونه به کموي خو د بشپړو وتلو په اړه به یې له وضعیت سره سم پرېکړه کېږي. نوموړي ویلي د افغان سولې په اړه د ناټو غړي هېوادونه یوه خوله دي او ټول ددې پروسې ملاتړ کوي.
































