سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

یوناما: تېر میلادي کال د جګړې له کبله تر لسو زرو ډېرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2020
in افغانستان
0
یوناما: تېر میلادي کال د جګړې له کبله تر لسو زرو ډېرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا يوناما په خپل کلني راپور کې ويلي چې په تېر میلادي کال کې يوځل بيا په افغانستان کې تر لسو زرو ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د يوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان په جګړه کې ښکېلو ډلو په ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر ۱۰ زرو ډېر ملکیان وژلي او ټپيان کړي دي. د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور له مخې، دا په روانه جګړه کې ملکیانو ته په لوړه کچه زیان په ډاګه کوي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

سرچينې زياته کړې، نوي راپور د ۳۴۰۳ ملکي وګړو وژل او د ۶۹۸۹ ټپي کېدل ثبت کړي چې ډېری ملکي تلفات د دولت ضد عناصرو له خوا اوښتي دي.

يوناما ويلي، دا په پرله پسې ډول شپږم کال دی چې د ملکي تلفاتو شمېر له ۱۰ زرو اوړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ملکي وګړو ته په لوړه کچه د پرله پسې اوښتي زیان سربېره، د ۲۰۱۹ میلادي کال ملکي تلفاتو ارقام خورا ناوړه پړاو ته رسېدلي.

يوناما ويلي، له یوې لسیزې راهیسې په سیستماتیک ډول پر ملکي وګړو د جګړې د اغېزو له مستندولو وروسته، ملګرو ملتونو ومونده چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ملکي تلفاتو شمېر له ۱۰ زرو اوښتی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي یا یوناما مشر تدامیچي یاماموتو ويلي:  «په افغانستان کې نږدې هېڅ یو ملکي وګړی د روان تاوتریخوالي له زیانونو خوندي نه دی پاتې شوی.»

نوموي زیاته کړې: «لکه څرنګه چې سوله اوږدمهال ته اړتیا لري او د سولې هڅې روانې دي، د ملکي وګړو ژوند باید خوندي شي او د ټولو خواوو لپاره اړینه ده چې د جګړې درولو لپاره فرصت له لاسه ورنه کړي.»

په نوي راپور کې شامل ارقام چې د یوناما او ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له خوا په ګډه خپاره شوي، د تېر کال په پرتله پنځه سلنه کمښت ښیي چې په اصل کې د داعش له لوري ملکي تلفات کم شوي دي.

سرچينې زياته کړې، د نورو جنګي ډلو له امله د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې، په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري ۲۱ سلنه او د نړیوالو نظامي ځواکونو له لوري ۱۸ سلنه زیاتوالی راغلی چې په عمده ډول د چاودېدونکو توکو د چاودنو او هوایي بریدونو د زیاتوالي له امله دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، سربېره پر دې چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په جریان کې ملکي تلفات په خورا دقیقه توګه مستند شوي، راپور یو لړ سپارښتنې لري او په جګړه کې ښکېلو اړخونو ته ور په یادوي چې په قصدي ډول د ملکي وګړو یا ملکي تاسیساتو په نښه کول له نړیوال بشردوستانه قانون څخه جدي سرغړونه ده چې جنګي جرم بلل کېږي.

Previous Post

عمران خان: د افغانستان د سولې بهیر په سم لوري روان دی

Next Post

ملګري ملتونه: د نویو ولایتونو لپاره د والیانو معرفي کول د اندېښنې وړ دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
ملګري ملتونه: د نویو ولایتونو لپاره د والیانو معرفي کول د اندېښنې وړ دي

ملګري ملتونه: د نویو ولایتونو لپاره د والیانو معرفي کول د اندېښنې وړ دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نیمروز کې د ورېښم پله سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

نیمروز کې د ورېښم پله سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

فبروري 10, 2025
غور کې د ۹ کیلو متره سړک د رغولو چارې پیل شوې

غور کې د ۹ کیلو متره سړک د رغولو چارې پیل شوې

اپریل 24, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ