د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف وايي چې راتلونکی کال به په مختلفو ولايتونو کې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو په برابرولو کې مرسته وکړي. يونيسف پر خپلې يوې سروې په استناد سره ويلي چې د وچکاليو له کبله شاوخوا ۷۹ سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ شوې چې دوی يې د لاسنيوي لپاره تدابير نيولي دي. دې ادارې پر ټويټر خپاره کړي بيان کې ويلي چې دوی روان کال هم نهو ميليونو افغانانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې وې. يونيسف وايي چې د اوبو رسولو د شبکو جوړول او بيارغول، لرې پرتو سيمو ته د ابو رسول او پر خلکو د اوبو د پاکوونکو ټابليټونو ويشل يې د راتلونکي کال پلانونه دي.
































