قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، مشرانو یې له افغان سیاسي شنونکو او پوهانو سره د ویډیویي کنفرانس له لارې د سولې د روان بهیر په تړاو د یو بل نظرونه واورېدل. د شاهین په وینا، په یاد ویډیویي کنفرانس کې د دواړو لورو تر منځ د سولې پر اوسنۍ روانه پروسه او د هېواد پر امنیتي حالت بحثونه وشول او طالب مشرانو د دوی د نظرونو تر اورېدو وروسته د هغوی پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. نوموړی وايي، د طالبانو او دوی تر منځ په راتلونکي کې د اړیکو پر بیا نیولو او د نظر پر تبادلې ټینګار وشو. طالبان داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې د افغانستان د سولې مسله حساس پړاو ته رسېدلې او ټاکل شوې چې ډېر ژر د افغان حکومت او دې ډلې تر منځ د سولې خبرې په دوحه کې پیل شي.
































