پاکستان په کابل کې پر خپل سفیر برید ته په اشارې سره ویلي چې دوی په هر ډګر د افغانستان استازیتوب کړی، خو هغوی زموږ پر ضد وسله پورته کړې ده. پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دغه هېواد د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر فاروق ایچ نایک دا څرګندونې د دې کمیسیون په یوه غونډه کې کړې دي. سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اسد مجید په کابل کې د پاکستان پر سفیر د برید په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه وویل چې پر سفیر ۱۰۰ مرمۍ فیر شوې وې، چې هغه په معجزانه توګه ترې خوندي ووت، خو پر ساتونکي دوه مرمۍ لګېدلې وې چې په چورلکه کې پېښور ته ولېږدول شو. د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون مشر فاروق ایچ زیاته کړې چې پاکستان د لویدیځو هېوادونو د غوښتنو پر ضد له افغانستان سره درېدلی، پاکستان اوس باید پخپله تګلاره کې بدلون راولي.












