د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قومندان جنرال مایکل کوریلا پاکستان ته په خپل سفر کې خیبر پښتونخوا ایالت ته تللی او د افغانستان او پاکستان د فرضي کرښې د امنیت په تړاو يې د پاکستان د پوځ له نوي مشر جنرال عاصم منیر او لوی درستیز ساحر شمشاد مرزا سره خبرې کړې دي. په اسلام اباد کې د امریکا سفارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې، دغه امریکايي جنرال د روانې میاشتې له ۱۴مې تر ۱۶مې نېټې پاکستان ته سفر درلود او د پاکستان له نظامي چارواکو سره یې لیدلي دي.
































