په افغانستان کې د ايران د سفير بهادر امينيان دنده پای ته رسېدلې ده. په کابل کې د ايران سفارت وايي چې امينيان په افغانستان کې د خپل درې کلن ماموريت تر بشپړولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنيږي. د ايران د سفير په توګه د بهادر امينيان د ماموريت د پای ته رسېدو خبر په داسې حال کې دی چې په وروستيو کې يې يوه غلا شوي غږيز کليپ ګڼ بحثونه را وپارول. هغه په يوه خصوصي مجلس کې په افغانستان کې د ا.ا د واکمنۍ په تړاو حساسيت پاروونکې څرګندونې کړې وې. ياد کليپ د بلک ريوارډ په نوم د هکرانو يوې ډلې له فارس خبري اژانسه غلا کړی او پر تلېګرام يې خپور کړی و.
































