د تايلنډ يوه لويه جنګي بېړۍ ډوبه شوې ده. لويديځې رسنۍ وايي چې يادې بېړۍ ۱۰۰ تنه سپرلۍ درلودې چې د تايلنډ د پراچوپ ايالت په ۳۲ کيلومترۍ کې د بانګ سافان سواحلو ته نږدې ډوبه شوې ده. د تايلنډ د سمندري ځواکونو وياند ادم پوګرونګ مونتاتفالين ويلي چې بېړۍ د شديد توپان له کبله له تخنيکي ستونزو سره مخ شوې او الکټرونيکي سيسټم يې فلج شوی و چې د بېړۍ د ډوبېدو سبب شو. واشنګټن پوسټ د خپلو سرچينو په حواله ويلي چې د بېړۍ ۷۵ سپرلۍ ژغورل شوې او د پاتې هغو برخليک لا مالوم نه دی. دغه بېړۍ په ۱۹۸۷ کال کې په امريکا کې جوړه شوې وه چې ۷۶.۸۲ متره اوږدوالی يې درلود.












