د ایران د سوداګرو ملي اتحاديې ویلي چې د کرونا له امله پر سوداګرۍ د لنډې مودې بندیزونو سره سره یې افغانستان ته د صادراتو کچه لوړه شوې ده. د یادې ټولنې په وینا، د تېر کال په پرتله یې سږکال افغانستان ته په صادراتو کې ۵۶ سلنه لوړوالی راغلی دی. دوی وایي چې د روان کال په تېرو څو میاشتو کې یې د سیستان بلوچستان له لارې افغانستان ته د ۱۸۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لرل چې د تېر کال همدې مودې په پرتله پام وړ ډېروالی ښیي. په ورته وخت کې د ایران د ګمرکونو د ادارې ویاند روح الله لطيفي د یاد خبر د پخلي تر څنګ ویلي، روان کال یې افغانستان ته د صادراتو عمده توکو کې میوې، سبزیجات، خوراکي، صنعتي او ودانیز توکي شامل وو.