نړیوالې ټولنې د افغانستان په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو په اړه د سرپرست حکومت وروستۍ پرېکړه غندلې او امریکا ویلي چې دا به د کابل مشروعیت نور هم تر سوال لاندې راولي. د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت پرون ناوخته وویل چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده کړې تر امر ثاني پورې ځنډول شوې دي. سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بېلا بېلو څرګندونو کې د افغانستان د سرپرست حکومت دا پرېکړه غندلې ده. په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت شورا له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي د کابل د اوسنيو واکدارانو دا د افسوس وړ پرېکړه پر ښځو او نجونو د هغوی د محدوديتونو لګولو یوه بله هڅه ده. سرچینې زیاته کړې د هغوی دغې پرېکړې سره به د افغانستان ۵۰ سلنه وګړي له زده کړو څخه محروم شي او دې سره به د افغانستان سرپرست حکومت له هغه مشروعیت څخه چې دوی یې غواړي نور هم بې برخې شي. سپینې ماڼۍ ویلي چې له خپلو متحدینو سره پر دې موضوع به اړيکو کې دي او له هغوی سره به په ګډه د افغان ښځو او نجونو د حقوقو لپاره کار کوي.
































