یو شمېر افغان خبریالان چې په پاکستان کې بهرنیو هېوادونو ته د انتظار شپې او ورځې تېروي وايي، چې د نړیوالې ټولنې له خوا هېر شوي دي او دغه راز د پاکستان د حکومت له لوري په بېلابېلو بهانو ځورول کیږي. دغه خبريالان چې نن په اسلام اباد کې راټول شوي وو، وايي چې په ګڼو رواني ستونزو اخته شوي دي. دوی په دغه راټولیدنه کې له نړیوالو وغوښتل، چې دوی دې نه هېروي. د دوی په وینا په پاکستان کې له یوه کال راهیسې خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لري او امریکا، کاناډا او اروپايي ټولنې هغه ژمنې نه دي ورسره نه دي پوره کړي چې له پاکستانه یې د دوی د انتقال په اړه کړې وې. وروسته له هغه چې ا.ا یو ځل بیا واک ته ورسېد د بشري حقونو زرګونه فعالان، خبریالان او مدني فعالان نورو هېوادونو ته د لېږدولو په موخه پاکستان ته تللي او له دې هیواد څخه نورو اروپایي هېوادونو ته د تګ لپاره د انتظار شېبې شماري.
































