د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وايي چې امارت د تحصيلي نظام او د هېواد د ځوانانو د زده کړو مخالف نه دی بلکې د دیني لارښوونو او د هېواد د ملي ارزښتونو په رڼا کې د هغې پر ښه والي او پرمختک باور لري. د دغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خصوصي تحصيلي بنسټونو له يو شمېر مسوولینو سره د لیدنې پر مهال د دوی د ستونزو د حل او د چارو ښه والي په اړه خبرې وکړې. سرچینې زياته کړې، په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د حکمونو له تطبیق څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې د لوړو زده کړو وزارت او په ټوله کې د ا.ا د تحصيلي نظام او د هېواد د ځوانانو د زده کړو مخالف نه دی، بلکې د دیني لارښوونو او د هېواد د ملي ارزښتونو په رڼا کې د هغې په ښه والي او پرمختګ باور لري. نوموړي دغه راز د خصوصي تحصيلي بنسټونو د ستونزو د اساسي حل په موخه د یادو تحصيلي بنسټونو د استازو او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د یو ګډ کمېسیون د جوړولو لارښوونه وکړه، څو د خصوصي لوړو زده کړو د سکټور د ستونزو د حل او پیاوړتیا په برخه کې کار وکړي.
































