ایران ویلي له پوهنتونونو منع شویو افغان نجونو سره همکارۍ ته چمتو دی. دا خبره د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په یوه اعلامیه کې پرون شوې. په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه مرستیال سیدرسول موسوي په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست ورغوښتی و او د نجونو د پوهنتونو د تړل کېدو په تړاو یې د ایران دریځ ورسره شریک کړ. موسوي په خپل ټوېټر هم لیکلي چې هېواد یې چمتو دی افغان محصلو نجونو انلاین زده کړې ورکړي او تر څنګ یې د ایران له موجوده امکاناتو او پوهنتونو په استفادې ورته د درسونو زمینه برابره کړي.











