د امریکا په یو شمېر سیمو کې د سختې واورې او توپان له امله لسګونه کسان مړه شوي، زرګونه الوتنې لغوه شوې او لسګونه میلیونه خلک زیانمن شوي دي. ځایي چارواکو ویلي چې تر اوسه د سړې هوا له کبله ۳۱ تنه وژل شوي خو ښایي د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي ځکه چې د بېړنیو حالاتو مامورین لا هم په ځینو ځایونو کې د مړو شویو کسانو پسې ګرځي. د نیویارک ایالت د بفالو په ښار کې ۲.۴ متره واوره وریدلې او په ټول ښار کې تګ راتګ په بشپړه توګه بند شوی. په دې ښار کې دومره ډیره واوره وریدلې چې د اضطراري چارو کار کوونکي نشي کولی هغو سیمو ته ورشي چې خلک پکې ډیر زیانمن شوي. د متحده ایالاتو د ختیځ ساحل په ډیری ایالتونو کې څه باندې ۲۰۰ زره خلک په داسې حال کې برښنا نه لري چې امریکا کې د کرسمس ورځ لمانځل کیږي. د راپورونو له مخې، په امریکا او کاناډا کې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه خلک له سړې هوا څخه زیانمن شوي دي.
































