د قطر بهرنیو چارو وزارت د ا.ا د هغې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې چې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې یې د ښځینه کارکوونکو دندې ځنډولي دي. یاد وزارت په یوې بیانیه کې ویلي، چې کار ته لاسرسی د بشري حقونو هغه اصل دی چې د نړۍ د ټولو هېوادونو لهخوا منل شوی دی. قطر د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتنه کړې چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې په غیردولتي او بهرنیو موسسو کې د کار کولو له لارې اړمنو ته د بشرپاله مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.












