د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي چې تېره میاشت، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۴۷۳ زره ۷۴۴ ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۵۰ زره ۴۴۹ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷ زره ۹۸۵ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۵ زره ۳۱۰ ټنه واردات چې ټولټال ۴۶۶ زره ۲۷۰ ټنه نفتي او نور توکي دي، هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې اووه زره ۴۷۴ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده او تالک پوډر دي؛ صادر شوي دي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې هڅې کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط چمتو او سوداګرو ته اړینې آسانتياوې برابرې کړي. د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دې ادارې په انتقالاتو کې د تېر کال په نسبت سږ کال ۲۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. همدا رنګه دغه ادارې توانېدلې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه د پاسه یو میلیارډه ۴۲۱ میلیونه افغانۍ راټول او د اسلامي امارت خزانې ته وسپاري.











