ناټو یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د سولې په برخه کې د پرمختګ لپاره باید خپل تاوتریخوالی کم کړي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونتيکورو وايي طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی چې د منلو وړ نه دی. دده په خبره طالبان فکر کوي چې د تاوتریخوالي په دوام سره به یې د مذاکراتو په بهیر کې موقف پیاوړی شي چې دا خبره ناسمه ده. هغه ویلي طالبان باید پر هوکړه ژمنه وکړي او د تاوتریخوالي کچه راکمه کړي. د ناټو ملکي استازی وایي د افغانستان د سولې بهیر د ناټو له بشپړ ملاتړ برخمن دی او دوی په دې برخه کې یوازې اسانتیا رامنځ ته کوي، خبرې د افغانانو ترمنځ ترسره کېږي او دوی باید روانه جګړه ختمه کړي. د ناټو ملکي استازی دغه راز وایي دوی اجازه نه ورکوي چې د شلو کلونو لاس ته راوړنې ضایع شي او دغه راز به د افغان حکومت ملاتړ ته هم تر هغه ادامه ورکوي چې اړتیا یې وي.
































