د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت شارژدافیر هوګو شارټر په افغانستان کې د غیردولتي ښځینه کارکوونکو کار ځنډولو پرېکړه له نړیوالو قوانینو او بشردوستانه اصولو سرغړونه بللې ده. شارټر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې بریټانیا له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه له نږدې کار کوي، څو ډاډ تر لاسه کړي چې د ط البانو له لوري له لګول شویو بندیزونو سربېره، پهدې هېواد کې مرستې اړمنو خلکو ته ورسېږي. بریټانیا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د اسلامي همکارۍ سازمان، جي اووه ډلې، غیردولتي سازمانونه او یو شمېر بنسټونه له ا.ا غوښتي چې دا نه توجیه کېدونکې ممنوعیت لغوه کړي.
































