نن د پلار نړیواله ورځ ده. د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دا ورځ د ۱۹۱۰ز کال له جون راهیسې نمانځل کېږي. په جون میاشت کې د مور نړیواله ورځ هم وي، دا ورځ خورا مشهوره ده، خو د پلار نړیوالې ورځې تاریخ بیا تر هغې ډېر دی او نږدې ۱۱۰ کلونو ته رسېږي. د جون میاشتې د درېیمې اونۍ یکشنبه هر کال په نړۍ کې د پلار د نړیوالې ورځې په نامه نمانځل کېږي. ویل کېږي چې په واشنګټن کې یوه پلار ویلیم سمارټ وروسته له هغه د خپلو شپږو اولادونو روزنې ته ملا وتړله چې مېرمن یې د زېږون پر مهال مړه شوه. زوی یې وروسته دده د غوره خدمت په پار مبارزه پیل کړه او غوښتل یې د جون د درېیمې اونۍ یکشنبه د پلار نړیواله ورځ وي. دی بریالی شو چې یو کال وروسته دا ورځ د پلار د ورځې په نامه ثبت کړي. له دې وروسته په اروپا او اوس په ټوله نړۍ کې په دې ورځ د پلار نړیواله ورځ نمانځل کېږي.
































