د هېواد د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د خپلو بریدونو په پایله کې ۴۲ ملکي وګړي وژلي دي. د یادې شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو په بریدونو کې ۴۲ ملکیان وژل شوي او ۱۰۵ نور ټپیان شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې طالبان سولې او د تاوتریخوالي کمښت ته ژمن نه دي او له امریکایي لوري سره یې تر هوکړې وروسته بریدونه ډېر کړي دي. هغه زیاته کړې چې په همدې موده کې د هېواد ۱۸ ولایتونه د یادې ډلې له لوري د مرګونو بریدونو شاهدان وو خو نوموړي طالبانو او افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
































