پوهنې وزارت په یوه مکتوب کې خپلو اړوندو پوهنیزو ادارو ته امر کړی چې په ځینو ولایتونو کې د نجونو دیني مدرسې او له شپږم ټولګي د ښکته ټولګي د نجونو زدکوونکو پرمخ د سیمه ییزو چارواکو له لوري تړل شوي ښوونځي بېرته بشپړ پرانیستل شي او له لومړي تر شپږم ټولګي زدکوونکې نجونې په ښوونځیو او ښوونیزو کورسونو کې زدکړې کولی شي. یاد مکتوب چې د صدور نېټه یې د مرغومي د میاشتې ۱۸مه ښودل شوې د پوهنې د چارسمبالي حبیب الله اغا په لاسلیک خپور شوی دی. د پوهنې وزارت دا مکتوب د باختر اژانش مشر عبدالله واحد ریان بي بي سي ته تایید کړی دی. د پوهنې د سرپرست وزیر د مکتوب له مخې، له شپږم تولګي ښکته د زدکړو هغه ټولګي چې د موسسو لخوا تطبیقېږي او د پوهنې وزارت لخوا د فعالیت جواز لري، د هغوی ښځینه زدکوونکې خپلو زدکړو او ښځینه ښوونکې یې خپلو دندو ته د شرعي حجاب په مراعتولو دوام ورکولی شي.
































