چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

د رسنیو قانون د تعدیل تر شا څه دي؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 22, 2020
in تبصرې
0
افغانستان پارلمان لري؟
647
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

حکومت په دې وروستیو کې د رسنیو قانون تعدیل کړی او ځیني مهم بدلونونه یې پکې راوستلي دي. که څه هم وروستۍ طرحه لا تر اوسه ملي شورا ته نه ده لېږل شوې، خو داسې وېره ده چې ښايي دا چاره د ملي شورا رخصتۍ ته وځنډول شي او بیا یې په اړه ولسمشر تقنیني فرمان ورکړي.

د رسنیو په قانون کې دغه تعدیل د ژورنالېستانو او د رسنیزو فعالینو اندېښنې را پورته کړې دي. دا تعدیل له ژورنالېستانو او رسنیو سره له مشورې پرته راغلی دی. یعنې مخکې له دې چې په دې اړه له  ژورنالېستانو او رسنیو سره مشوره وشي او بیا د هغوی د مشورو په رڼا کې د اړتیاوو پر اساس په دغه قانون کې بدلون راوړل شي، حکومت په یو اړخیز ډول په دغه قانون کې تعدیلات راوستي دي. حیرانوونکې دا ده چې په قانون کې په هغو برخو کې بدلون راوستل شوی چې بدلون ته یې اړتیا نه وه، خو هغه ځایونه همداسې پاتې دي چې پکار وه تعدیل پکې راغلی وی. مثلاً؛ په نوي قانون کې رسنۍ او ژورنالېست مکلف دي چې د خپل خبر منبع حکومتي ادارو (پولیسو، ملي امنیت او څارنوالۍ) ته افشا کړي، خو په پخواني قانون دا کار یوازې د با صلاحیته محکمې له حکم وروسته کېدلی شوی. په پخواني قانون کې دا یو ښه ټکی و، چې اوسنی تعدیل یې ستونزې جوړي. اوس به ډېری کسان رسنیو ته معلومات نه ورکوي؛ ځکه چې ژورنالېست اړ دی چې خپله سرچینه په ډاکه کړي او په دې ډول به سرچینې ته ستونزې جوړېږي. نور بدلونونه هم همداسې دي چې له بده مرغه ستونزې جوړوي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

حکومتي چارواکي لا هم ډاډ ورکوي چې د بیان ازادي نه ګواښل کېږي او محدودیتونه نه لګول کېږي، خو په قانون کې راغلي تعدیلات په واضح ډول د محدودیتونو د زیاتولو مانا لري. د حکومت دغه ګام د اساسي قانون خلاف دی او د بیان د ازادۍ د محدودولو او استبدادي نظام پر لوري یو ګام دی. په ملي یووالي حکومت کې او بیا له هغه وروسته په دې نوي معامله‌يي حکومت کې له ارګه هڅه دا ده چې حکومت استبدادي شي. له همدې امله ملي شورا بې مانا شوې ده. مشرانو جرګه د ولسمشر د یو سکرتریت په شان عمل کوي، ولسي جرګه هم پڅه ده. عدلي او قضايي بنسټونه هم پوره حکومتي شوي دي او هر څه چې ارګ ورته وايي، هغه کوي. د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې ډېرې کړنې سیاسي شوي او حقوق او قوانین پکې څنګ ته شوي دي. یوازینی ځواک چې پاتې دی، هغه رسنۍ دي چې په حکومت کې یې د ناقانونۍ، ظلم، فساد، ګډوډۍ او د حکومتي مشرانو د ناسمو سیاستونو په اړه دریځ درلود او خلک یې خبرول. اوس ارګ هڅه کوي چې دا وروستی غږ هم غلی کړي. که څه هم په رسنیو او ژورنالېستانو له پخوا فشارونه وو، خو اوس حکومت د یو ستر ګام د اخیستو هڅه کوي. له همدې امله یې پیل د رسنیو په قانون کې له تعدیل څخه وکړ او که په دې چاره کې بریالی شي، نو بیا به د رسنیو پر ضد عملي ګامونه اخلي او د بیان د ازادۍ پر مرۍ به پښه ږدي.

رسنیو، ژورنالېستانو، د بیان د ازادۍ ملاتړو او په ټوله کې ولس ته پکار ده چې د حکومت د دغه کار مخه ونیسي او پرې نږدي چې د خلکو د غږ پورته کولو دا وروستی مرچل هم د مفسدینو او قانون ماتوونکو له خوا لاندې شي او دا ستره لاسته راوړنه له منځه ولاړه شي.

Previous Post

ملګري ملتونه: طالبانو د تمې خلاف د سولې تر هوکړې وروسته جګړه شدیده کړې ده

Next Post

د نعنا چای مو څښلی؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د نعنا چای مو څښلی؟

د نعنا چای مو څښلی؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کورنیو چارو وزارت: له نشه‌یي توکو سره جدي مبارزې ته ژمن یو

کورنیو چارو وزارت: له نشه‌یي توکو سره جدي مبارزې ته ژمن یو

اپریل 13, 2022
بېجینګ: د جاپان له خوا د پاتې شویو کیمیاوي وسلو له منځه وړل د جاپان تاریخي، سیاسي او قانوني مسؤلیت دی

بېجینګ: د جاپان له خوا د پاتې شویو کیمیاوي وسلو له منځه وړل د جاپان تاریخي، سیاسي او قانوني مسؤلیت دی

اپریل 30, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved