ټاکل شوې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جيک سلیوان اسرائیلو ته په خپل سفر کې د ایران د اټومي پروګرام او هغو ګواښونو په هکله د خبرو لپاره ولاړ شي چې د ایران لخوا اسرائیلو ته متوجه دي. سلیوان چې مکسیکو ته د ولسمشر جو بایډن سره په سفر کې مل دی، دا نه دي ویلي چې څه وخت اسرائیلو ته سفر کوي خو دومره یې ویلي چې د صدراعظم بنجامین نتن یاهو او د دې هېوا د نوي حکومت د چاراکو سره په لیدنو کې به یې د ایران په هکله خبرې د سفر مهمه برخه وي. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یو ویاند هم ویلي چې د سفر کولو په نېټه کار روان دی خو تر اوسه په دې اړه پرېکړه نه ده شوې.
































