په ۲۰۲۲ کال کې څه باندې ۲۱۷ زره کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. د جرمني د کډوالو فدرالي ادارې په خپل کلني راپور کې ویلي، چې له ۲۰۱۶ کال وروسته دا د پناه غوښتونکو تر ټولو لوړ شمېر دی، چې تېر کال یې په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده. په راپور کې ویل شوي چې په دې سره په آلمان کې د پناه غوښتونکو شمیر ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي. د دې ادارې په وینا، ډېری هغه پناه غوښتونکي چې تېر کال جرمني ته راغلي د افغانستان، سوریې، ترکیې او عراق اتباع دي. دغه راز تېر کال جرمني شاوخوا یو میلیون هغو کډوالو ته چې د اوکراین له جګړې تښتېدلي وو، پناه ورکړې ده.
































