په نيپال کې د يوې مسافر وړونکې الوتکې د لويدو له کبله درانه تلفات اوښتي دي. پېښه د نيپال پوکارا هوايي ډګر ته نږدې شوې ده. سرچينو ويلي چې الوتکې ۷۲ سپرلۍ درلودې چې تر دې مهاله یې د ۶۸ مړي موندل شوي دي. د الوتکې ۵۳ مسافر نیپالي وګړي بلل شوي.لويدلې الوتکه د يېتي هوايي شرکت اړوند وه چې ويل کيږي له کتمندو څخه پوکارا هوايي ډګر ته روانه وه. د پېښې د علت په تړاو څه نه دي ويل شوي.
































