د لوړو زده کړو وزير ویلي، چې د پوهنتونونو د استادانو د وړتیاوو او ټولو امتيازاتو د لوړولو ځانګړي پلانونه لري. نوموړي دا څرګندونې د کندهار له والي سره په لیدنه کې کړي دي. ندیم د ځانګړو پلانونو جزییات نه دي روښانه کړي. د کندهار ولایت مقام د خبر پاڼې له مخې، د لوړو زده کړو وزير له کندهار والي سره هېواد کې د لوړو زده کړو د بهير په اړه مشورې کړې دي. خبرپاڼه زياتوي، چې نديم د یوسف وفا کاري فعاليتونه هم ستايلي دي.
































