د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د یوې شبکې په جوړولو سره ۱۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د غور د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت د پسابند ولسوالۍ په دغال جاتو کلي کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه ۷۱ زره ۴۱۸ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په دې سره ۱۶۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یادې پروژې په پلې کېدو سره د کلي یوشمېر اوسېدونکو ته هم د کار زمینه برابره شوې.












