د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د اختر په مناسبت خپاره شوي پیغام کې ویلي، چې دوی ټول افغان ملت ته ډاډ ورکوي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به یو داسې افغان شموله نظام رامنځته کوي چې ټول قومونه به پکې د خپل استعداد پر بنسټ خپل ځانونه ویني او د هیچا پر حق به تېری نه کېږي. په پیغام کې وړاندې راغلي، چې دوی په مقابل لوري کې ولاړو افغانانو باندې هم غږ کوي چې نور د جنګ د دوام لپاره هيڅ ډول هڅه ونه کړي، دا هیواد د افغانانو ګډ کور دی او ټول باید د اسلام په احکامو سره را ټول شي، ځکه چې له عقدې او دښمنۍ څخه هيڅ نه جوړیږي، خو برعکس له زغم او حقیقت منلو څخه ملتونه عزت او ویاړ ته رسیږي. پیغام کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل یو ښه ګام بلل شوی دی خو ټینګار شوی دی چې د دوحې هوکړه باید په بشپړه توګه عملي شي او که چېرته داسې ونه شي نو ټوله نړۍ دې شاهده وي چې د هر ډول سرغړونې د بدو عواقبو پړه به هم د امریکا پر غاړه وي. د طالبانو د مشر څرګندونې په داسې حال کې دي چې په دوحه کې پيل شوې د سولې بین الافغاني خبرې له څه مودې راهیسي په ټپه درېدلې دي چې طالبان یې د درېدو پړه پر افغان حکومت او حکومت یې بیا پر طالبانو اچوي











